پکتيا کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د هاکي ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۲ - ۱۴:۵۴
پکتيا کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د هاکي ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د هاکي فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په ورزشي جمنازيوم کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ټاکلو په موخه د هاکي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

په دغو سياليو کې د پکتيا ځوانان، پکتيا اتحاد، پکتيا سټار او پکتيا اتلانو لوبډلو گډون کړی، چې په لومړنۍ لوبه کې پکتيا ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې پکتيا اتحاد لوبډلې ته د ۷ پر ۴ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۰ - ۱۸:۴۵
Background image

هلمند؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې يوه مياشت وړاندې پيل شوې وې، د هزار جفت. . .

جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۰ - ۱۲:۳۵
Background image

پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال گروپي سيالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په. . .

جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۰ - ۱۲:۳۳
Background image

خوست؛ فولاد لوبډلې د تياکي کرېکټ ليگ سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ځاځي ميدان ولسوالۍ په تياکي سيمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د تياکي کرېکټ ليگ سيالۍ، چې يوه مياشت. . .

BACK TO NEWS