پکتيا کې د فوټبال الف ليگ پای ته ورسېد

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۹:۶
پکتيا کې د فوټبال الف ليگ پای ته ورسېد

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي سټډيوم کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ چې شاوخوا يوه مياشت مخکې پيل شوی و د حېدر کرار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د يادو سياليو په پايلوبه کې حېدر کرار لوبډلې په خپلې سيالې سرې مياشتې استقلال لوبډلې ته د ۲-۱ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د ويلو ده، چې حېدر کرار او سرې مياشتې استقلال لوبډلو د پکتيا ولايت د فوټبال غوره لیګ ته لار پېدا کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۹:۳۴
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۹:۳۰
Background image

کابل کې د يووالي جام په نوم د کونګ فو اتلولۍ سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د کونګ فو فدراسيون له لوري د کابل ولايت له کلبونو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د يووالي جام په نوم په بازمايانا سبک کې د کونګ فو اتلولۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۹:۲۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د رحیمي یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS