پکتيا کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د سالمې روزنې په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۹:۱۴
پکتيا کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د سالمې روزنې په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په مرکزي زندان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د سالمې روزنې په نوم د واليبال سيالۍ د نیازیو زلمو لوبډلې په بريا پيل شوې.

په دغو سياليو کې د نیازیو زلمو، زندانيانو همت، استقامت، قولو اردو، بدر او د زندان ساتونکو لوبډلو گډون کړی، چې په لومړۍ لوبه کې نیازیو زلمو لوبډلې سيالې زندانيانو همت لوبډلې ته ۲/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د زندانيانو لپاره د سالمې تفريح برابرول او فکري روزنه ده، چې درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS