پکتيا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د WTF تکواندو سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۲:۴۸
پکتيا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د WTF تکواندو سيالۍ وشوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د WTF تکواندو فدراسيون د استازولۍ له لوري د څمکنيو ولسوالۍ په مېوند کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د "مېوند" په نوم د WTF تکواندو څلورم پړاو سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې ورزشکاران په الف او ب گروپ ویشل شوي وو، چې په پايله کې الف گروپ ورزشکارانو د ۱۸ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.

دا سيالۍ په يادې ولسوالۍ کې د WTF تکواندو ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS