پکتيا؛ پيمان لوبډلې د گردېز ښار د فوټسال ژمنيو سياليو اتلولي وگټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۷:۴۴
پکتيا؛ پيمان لوبډلې د گردېز ښار د فوټسال ژمنيو سياليو اتلولي وگټله

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د پکتيا پوهنتون په ورزشي جمنازيوم کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ژمنۍ سيالۍ د پيمان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د پيمان او تلاش لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې پيمان لوبډلې خپلې سيالې تلاش لوبډلې ته د ۲/۶ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ورزشکارانو جسمي رغونه او راتلونکو سياليو لپاره يې تياری ښودل شوی و او په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته کپونه او بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS