پکتيا؛ په گردېز ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسينگ ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري په مرکز گردېز ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ټاکلو په موخه د بوکسينگ ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ، چې په پروفيشنل او آماتور سبکونو کې ترسره شوې، په پايله کې ۱۲ تنه په اماتور او شپږ تنه بيا په پروفيشنل سبک کې د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته غوره شول.