پکتيا؛ په لجه منګل ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال رمضام سيالۍ پيل شوې
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست او والیبال فدراسیون په همغږۍ په لجه منګل ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال رمضان جام سيالۍ پيل شوې.
دغه سيالۍ، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي، د پيل لوبه يې د شوات او بګياړو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او په پايله کې شوات لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲_۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
هېره دې نه وي، چې دغه سیالۍ په ګروپي شکل ترسره کيږي او په هر ګروپ کې څلور لوبډلې ګډون لري.
