پکتيا؛ په سيدکرم ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۰:۵۷
پکتيا؛ په سيدکرم ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سيدکرم ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د پکتيا ټاکنيزو سياليو ته د غوره لوبډلې ټاکلو په موخه د واليبال سيالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي، په لومړنۍ لوبه کې سيدکرم A لوبډلې خپلې سيالې سيدکرم B لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS