پکتيا؛ په زرمت ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د يووالي جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۴:۲۶
پکتيا؛ په زرمت ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د يووالي جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د درېيو ولايتونو د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د يووالي جام په نوم د فوټبال سيالۍ د کوهي نو لوبډلې په بريا پيل شوې.

په دغو سياليو کې له پکتيا، غزني او پکتیکا ولايتونو څخه لوبډلو گډون کړی، چې په لومړۍ لوبه کې کوهي نو لوبډلې خپلې سيالې ظريف مقرب خېل لوبډلې ته د ۰/۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS