پکتيا؛ په زرمت ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د ۲۰ غوره لوبډلو ترمنځ د يادې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ټاکلو په موخه د واليبال سيالۍ، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي، د ميداد خېل سټارز لوبډلې په بريا پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړنۍ لوبه کې ميداد خېل سټارز لوبډلې خپلې سيالې خاورين لوبډلې ته د ۱/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
