پکتيا؛ احمداباد ولسوالۍ کې د فوټبال درېيم پړاو سیالۍ پيل شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په احمداباد ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټبال درېيم پړاو سیالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د غورځنگ اتلانو او شاهين اتلانو لوبډلو ترمنځ ۱/۱ مساوي پای ته ورسېده.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه د يادې ولسوالۍ په کچه د غوره لوبغاړو موندل دي، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
