په کونړ کې د ختیځ زون په کچه د والیبال سیالیو اتلولي لغمان وګټله
د کونړ ولایت د مرکز اړوند په کرهاله کې د شرقي زون په کچه د والیبال ټورنمنټ چې څو ورځې وړاندې د کونړ د ورزش امریت او کرهالې ځوانانو اصلاحي ټولنې له لوري پیل شوې و، د لغمان ولایت د لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
په دې ټورنمنټ کې د ختیځ زون له دریو (کونړ، ننګرهار او لغمان) ولایتونو څخه ۱۶ پیاوړو لوبډلو ګډون کړی ۇ.
د ټورنمنټ پای لوبې ته د اسعداباد مرکزي او لغمان منتخبې لوبډلې لاره پیدا کړې وه چې د ۰/۳ میدانونو په توپیر د لغمان منتخبې لوبډلې وګټله.
په پای کې د ورزش امریت او کرهالې ځونانو اصلاحي شورا له لوري تکړه لوبغاړي، خدمت کوونکي همکاران او د ټورنمنټ ترتیب کوونکي په ستاینلیکونو، ورزشي کپونو او ډالیو ونازول شول.
