په کونړ ولايت کې د واليبال تورنمنټ پای ته ورسېد
یادې سیالۍ کونړ او ننګرهار د ١٨ ټیمونو ترمنځ په کونړ ولایت کې پیل شوې وې چې د نرنګ ولسوالۍ په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یاد تورنمنټ پای لوبې ته د څوکۍ ولسوالۍ منتخب ټيم او نرنګ ولسوالۍ A ټيم لاره پيدا کړي وه چې د نرنګ ولسوالۍ واليبال ټيم د دې لوبو اتلولي وګټله.
