په کندهار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۶:۵۵
په کندهار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا سيالۍ ترسره شوې

د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند بدن ښکلا فدراسيون له لوري د نوموړي ولايت په ورزشي جمنازيوم کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ چې موخه يې د کندهار ولايت په کچه د غوره ورزشکارانو ټاکل وو، د دوو کټګوريو (ځوانانو او لويانو) په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې، چې‌ په پايله کې نجيب الله د ځوانانو او عزيزالله د‌ لويانو په کټګوريو کې لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

يادونې وړ ده چې په دغو سیالیو کې مدینه ورزشي کلب د بدن ښکلا او ستاره کلب د فیټنیس په برخه کې د غوره ورزشکارانو په وړاندې کولو سره لومړي مقامونه تر لاسه کړل.

هېره دې نه‌ وي چې په‌ پای کې غوره ورزشکارانو ته د ورزشي مسئولینو له لوري کپونه، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۳
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه کې د ظرفیت لوړولو ښوونيز سيمينار پای ته ورسېده

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د موی تای ملي فدراسیون له لوري د المپيک ملي کمېټې د غونډو پت تالار کې له مرکز او ولايتونو څخه ۲۰ لوبڅارانو او روزونکو ته د موی تای په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۳۴
Background image

هلمند کې د ۱۴لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې زلمي ځوانانو لوبډلې د یو پر. . .

BACK TO NEWS