په کندهار کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندهار ولايت په مرکز وطن ورزشي جمنازيوم کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ناک اوټ سيالۍ د ملګرو لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ چې په وطن ورزشي جمنازيوم کې ترسره شوې، پايلوبې ته يې ملګري او مستان لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې ملګري لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۷_۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
بايد يادونه وشي چې دغو سياليو شپږ مياشتې دوام وکړ او يادې سيالۍ به يوازې د جمعې په ورځ ترسره کېدلې.
هېره دې نه وي چې د دغو سياليو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
