په کندهار کې د کيوکوشين کراتې ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې
د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کيوکوشين کراتې فدراسيون د استازولي له لوري په غازي محمد ايوب خان ورزشي لوبغالي کې د کيوکوشين کراتې ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ چې موخه يې د کندهار ولايت په کچه د کيوکوشين کراتې منتخبې لوبډلې ټاکل و، ۴۰ ورزشکارانو پکې ګډون کړی و، چې په پايله ۱۲ ورزشکاران د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول، چې په راتلونکې کې به د ياد ولايت په کچه په ولايتي سياليو کې ګډون وکړي.
