په کندهار کې د ١٠ ښوونځيو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د کندهار د بدني روزني او ورزش ریاست له لوري د کندهار ښار د ۱۰ ښوونځيو تر منځ د مولوي صالح محمد هوتک په نوم د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل سوې.
د دغو سياليو د پيل په لوبه کې د احمدشاه بابا لېسې لوبډلې د شهید عبدالاحد خان کرزي لېسې لوبډلې ته د ۳-۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه او په دویمه لوبه کې سید جمال الدین افغان عالي لېسې میرویس خان عالي لېسې ته د ۴-۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.
په دغو سياليو کې د احمدشاه بابا، شهید عبدالاحد کرزي، تجربوي، فضل کندهاري، شهید عبدالقدیم پتیال، شیخ زاید روزنتون، میرویس نیکه، تیمور شاهي، سید جمالدین افغان او ظاهر شاهي عالي لېسو لوبډلې شاملي دي.
يادي سيالۍ، چې ١٤ ورځې به دوام وکړي، موخه يې په ښوونځيو کې د ورزش پراختيا ده.
