په کندهار کې د فوټسال رمضان جام سيالۍ د ستاره ګان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د کندهار ولايت په مرکز ښادمن ورزشي جمنازیوم کې د نوموړي ورزشي جمنازیوم د مسئولینو له لوري د فوټسال د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د پیل شويو رمضان جام سیالیو اتلولي او لومړی مقام ستاره ګان لوبډلې خپل کړ.
د دغه جام پايلوبې ته سبحان او ستاره ګان لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې ستاره ګان لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۵_۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته مډالونه، کپونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
بايد یادونه وشي چې دغه سيالۍ د روژې مبارکې مياشتې په درېيمه نېټه پيل شوې وې او تېره شپه يې پايلوبه ترسره شوه.
