په کندز کې د مهارتونو د کچې د لوړولو په موخه د ظرفیت لوړونې سمینار جوړ شو
په دې سمینار کې د فوټبال فدراسیون د تخنیکي مسوول ذبیح الله دقیق له خوا د مهارتونو د پراختیا په برخه کې روزونکو او ورزشکارانو ته زده کړه ورکړل شوه.
دغه روزنیز کورس د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له خوا د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون په همکارۍ جوړ شوی و، چې په ترڅ کې یې څه باندې ۲۰ تنو روزونکو او ورزشکارانو د فوټبال نوي مهارتونو سره آشنا شول.
د دغه سمینار ګډونوال د دې سمینار په ترسره کیدو خوښ دي او د ورزشکارانو د عملي کچې د ودې لپاره د دا ډول پروګرامونو جوړول ګټور بولي.
د يادونې وړ ده، چې په دې سيمينار کې د کندوز د بدني روزنې او ورزش رياست مسوولينو، د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس او نورو سيمه ييزو مسوولينو برخه اخيستې وه.
