په کندز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د سرې میاشتې جام په نوم د فوټبال ټورنمنټ پیل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۸ - ۱۵:۳۰
په کندز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د سرې میاشتې جام په نوم د فوټبال ټورنمنټ پیل شو

د کندز ولایت د بدني روزنې او روزش ریاست او فوټبال فدراسیون په همغږۍ د سرې میاشتې په مالي ملاتړ د کندز مرکز او ولسوالیو د لسو الف او ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په لوبه کې امید واحدي الف لوبډلې خپلې سیالې سپین زر الف لوبډلې ته د ۲-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ چې موخه یې د کندز ولایت په کچه د غوره لوبغاړو موندل وو، د پیل په مراسمو کې یې د یاد ولایت ورزشي مسوولینو، علماوو، روزونکو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS