په کندز کې د فوټسال سیالۍ د عقابان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسيدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۹:۵۳
په کندز کې د فوټسال سیالۍ د عقابان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسيدې

د کندز ولایت د ورزش ریاست او فوټسال فدراسیون له لوري د کندز، تخار او بغلان د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د عقابان لوبډلې په اتلولۍ او د پیروزي لوبډلو په دویم مقام ګټلو سره پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ چې د کندز په سپین زر لوبغالي کې د سرې میاشتې په مالي ملاتړ ترسره شوې، د پای په مراسمو کې یې د کندز ورزش رئیس قاري عزت الله سینان، د ورزش مسؤولینو او ګڼ شمېر لیدونکو برخه اخیستې وه.

یادو سیالیو دوه میاشتې دوام وکړ او موخه یې د فوټسال ورزش ته وده ورکول، یووالی او د ځوانانو هڅول وو.

په پای کې پیاوړو لوبغاړو اولوبډلو ته کپونه ،مډالونه، ، ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په تربوز گزر سيمه کې د ۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

په يادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادې شپنۍ سيالۍ وشوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۰
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS