په کاپیسا ولایت کې د والیبال رمضان جام سیالۍ پیل شوې.
په کاپیسا ولایت کې د نجراب ولسوالۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د لیګ په بڼه د والیبال جام سیالۍ د نجراب په ورزشي لوبغالي کې پیل شوې.
په کاپیسا ولایت کې د ورزشي مسولینو په خبره ددې لوبو موخه په دې ولایت کې د والیبال لوبې ته وده ورکول او همدارنګه ددې برخې د لوبغاړو ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کول دي.
ددې لړۍ په لومړۍ لوبه کې د غوث درې ځوانانو لوبډلې ۳ـ۲ جوانان تواچیان لوبډلې ته ماتې ورکړه. د یادونې وړ ده چې دغه لوبې لاهم دوام لري.
