په کابل کې پنځه ګونی لوبې وشوې

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۷ - ۱۲:۳۳
په کابل کې پنځه ګونی لوبې وشوې

دغه سیالۍ د کابل، وردګو، لوګر، هرات، بامیان، بلخ، فاریاب، پکتیا، پنجشیر او کاپیسا ولایتونو د ۲۵۰ ورزشکارانو ترمنځ وشوې.

ورزشکاران چې دتنکی ځوانانو، ځوانانو او د لویانو د عمر په کټګوریو کې سیالي کوي

یادو لوبغاړو په ځغاستې او نښه ویشتلو کې سیالي وکړې.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش سرپرست انجنیر نظرمحمد مطمین د دغو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ او سیالۍ یې له نږدې وکتلې.

د پنځه ګونو د سياليو تنظيموونکي وايي، د دغه پنځه ګونی سياليو له پيلېدو يې موخه په هېواد کې د پنځه ګونو د سياليو د پراختيا او د ورزشکارانو ترمنځ د همپالنې او ورورولۍ رامنځته کولښودل شوی دی.

پنځه ګونه فدراسیونونه په لاندی ډول دي د ځغاسته، نښه ویشتل، آس ځغلول، لامبو وهل توره وهل ورزشکارانو څخه جوړ دي، چې په کابل، وردګ، لوګر، هرات، بامیان، بلخ، فاریاب، پکتیا، پنجشیر او کاپیسا ولایتونو څانګې لري.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۲
Background image
جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۲۱
Background image

کابل کې د اتو لوبډلو ترمنځ د زونونو په کچه د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د فوټبال ملي فدراسیون اړوند فوټسال ملي کمېټې له لوري د هیواد د زونونو په کچه د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د کابل دلاور زاده دره ترکمن لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۱۴
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت به مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د هلمندي ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS