په کابل کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ای ټي ټي اې اف تي کوان-دو دولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۴:۶
په کابل کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ای ټي ټي اې اف تي کوان-دو دولسم پړاو سیالۍ پیل شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند تي کوان-دو فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ای ټي ټي اې اف تي کوان-دو دولسم پړاو سیالۍ پیل شوې.

په همدې موخه په جوړو شوو مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي رییس عبدالمومین راد، د المپیک ملي کمټې اجرایه رییس داد محمد پاینده اختري، د مشورتي بورډ غړو، د همدې ریاست د دعوت ارشاد ریاست استازو، د نوموړي فدراسیون استازو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

د یادو مراسمو په پیل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي رییس عبدالمومین راد ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه زیاته یې کړه: موږ په ټوله مانا هڅه کوو چې د ورزشکارانو د ستونزو د اسانتیا لپاره کار وکړو او د خپلو شته امکاناتو په واسطه یې ستونزو ته د پای ټکی کېږدو، ښاغلي راد د افغانستان اقتصادي ستونزو ته په اشارې وویل: منو چې اقتصادي ستونزو لرو؛ خو موږ بیا هم نه تسلیمېږو او په خپل قوي هوډ مبارزه کوو.

ورپسې د المپیک ملي کمېټې اجرایه رییس دادمحمد پاینده اختري خبرې وکړې او په نړیوالو سیالیو کې د افغان ورزشکارانو د لاسته راوړنو مبارکي یو ځل بیا ټولو هیوادوالو ته وړاندې کړه، ده همداراز ورزشکارانو ته هیله ورکړه، چې په راتلونکې کې به د هیواد لپاره ویاړونه راوړي او د هیواد اتلان به جوړېږي.

د یادونې وړ ده چې په دغو سیالیو کې د کابل له لسو کلبونو څخه ۱۵۰ ورزشکارانو ګډون کړی و او په پایله کې به ۱۵ ورزشکاران د کابل په کچه د ملي سیالیو لپاره غوره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د پارکور نندارې وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په ډاب سيمه کې د ۲۵ ورزشکارانو له لوري د پارکور زړه راښکونکې نندارې وشوې.

د يادو نندارو موخه له نشه يي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د اویک مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS