په کابل کې د ۱۱۰ پهلوانانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۸:۴۶
په کابل کې د ۱۱۰ پهلوانانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د جودو فدراسیون له لوري د ارواښاد استاد شفیق او ارواښاد استاد قیس طوطاخېل جام لسم پړاو سیالۍ ترسره شوې، چې د کابل په کچه پکې له اووه کلبونو څخه ۱۱۰ ورزشکارانو ګډون کړی و.

د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د بدني روزنې او روزش عمومي ریاست د پلان او ستراتیژۍ ارشد مشاور ګلاب الدین خپلواک، د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د تشراتو رئیس او ویاند الله محمد اتل مشواڼي، د سیالیو د دایرولو امر عزیزالرحمن ملنګ، د یاد فدراسیون مسولینو، ورزشکارانو او یو شمېر د ورزش مینوالو ګډون کړی و.

دغه سیالۍ په څلورو کټګوریو کې ترسره شوې او په مختلفو وزنونو او کټګوریو کې له مختلفو کلبونو څخه ورزشکارانو لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۴:۴۷
Background image

د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۴:۴۵
Background image

د هېواد ورزش ادارې رهبري هېواد ته د راستون شوي ورزشکار " ريل کمانډو" سره وليدل

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق، فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبري غړو، هېواد ته د تازه راستون شوي د ورزش مشهورې او پیژندل شوې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۴:۴۲
Background image

بدخشان؛ د ارغنج خوا ولسوالۍ په شيوه دښته کې د وزلوبې څلورم پړاو ټورنمنټ د راغ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون له لوري د بدخشان ولايت د ارغنج خوا ولسوالۍ په شيوه دښته کې له مرکز او ولسواليو څخه. . .

BACK TO NEWS