په کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې
د بدني روزنې او سپورت د عمومي رياست او د کيک بوکسنګ فدراسيون په همکارۍ د کابل ښار د دارالامان سړک په آزادۍ کمپ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې.
په یادو سیالیو کې ورزشکارانو د ماشومانو، تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري ډلبندیو او بیلابېلو وزنو کې برخه اخیستې وه او یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دې سیالیو موخه د کیک بوکسنګ ورزش ته وده ورکول او په دې برخه کې د ګډون لپاره د ځوانانو هڅول وو.
په پای کې د ګډون کوونکو مسوولينو له لوري په هغو غوره ورزشکارانو مډالونه وويشل شول چې په سیاليو کې ښه ځلیدلي وو.
