په کابل کې د ولايتونو د بدني روزنې او ورزش رئیسانو او امرينو ته شپږ ورځنى مديريتي سمينار پيل شو

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۷ - ۱۲:۷
په کابل کې د ولايتونو د بدني روزنې او ورزش رئیسانو او امرينو ته شپږ ورځنى مديريتي سمينار پيل شو

په کابل کې د ولايتونو د بدني روزنې او ورزش ريئسانو او امرينو ته " په ولايتونو کې د ورزش د ودې مديريتي سمینار " په نوم شپږ ورځنى سمينار پيل شو.

د دغه سيمينار د پيل په مراسمو کې المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، مالي او اداري رئیس مولوي عبدالودود حقاني، د دفتر رئیس محمدالله احساس، د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري، د نشراتو رئیس الله محمد اتل مشواڼي، د المپيک ملي کمېټې مرستيال باور هوتک، ورزشي مشاور حيات الله رحماني، د پلان او پاليسي رئيس محمد حنیف حنيفي، د دعوت ارشاد رئیس داد محمد بريال عطايي او د ولايتونو د ورزش مسوولینو شتون درلود.

د سمينار په پيل کې ګډونوال ته د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د ورزش د يو کلن مزل ويډيو ور وښودل شوه.

ورپسې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د نشراتو رئیس الله محمد اتل مشواڼي ګډونوالو ته د سمينار پز اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د دې سمينار ګډونوالو ته وویل، چې د سمينار په پاى کې به تر ارزونې وروسته د غوره فعاليت پر اساس ځینې ریاستونه او امریتونه وستایل شي.

وروسته د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن وينا وکړه نوموړي وويل؛ موږ ډېر کم وخت کیږي، چې حاکم شوي یوو؛ خو بیا هم په هېواد کې د ا.ا.ا له بيا واکمنېدو سره په دې برخه کې نه يوازې دا چې تېري ستونزي يې حل کړې، بلکې د ورزش ادارې د پام وړ لاسته راوړنې هم درلودې.

ښاغلي مطمئن په خپلو خبرو کې ورزشي مسوولین وهڅول، چې د ورزش په برخه کې نور هم خپل فعاليتونه ګړندي کړي په خبره يې؛ په يو شمېر ولايتونو کې د

په کابل کې د ولايتونو د بدني روزنې او ورزش رئیسانو او امرينو ته شپږ ورځنى مديريتي سمينار پيل شو                      

ورزش لوى پروګرامونه ترسره شول، چې له مرکزي دفتر څخه يې د ملاتړ او مالي امکاناتو غوښتنه هم نه ده کړې.

نوموړي يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې ورزش به له ښارونو کليو او بانډو ته رسوي، چې په دې برخه کې د ولايتونو د ورزش د مسوولینو کړنې او کردار مهم دى.

د دې سيمينار په دويمه برخه کې د دعوت او ارشاد رياست د سيمينار اړوند معلومات وړاندې کړل.

د دې سيمينار په درېيمه برخه کې ګډونوالو ته د انځور اخيستنې او اطلاع رسونې په برخه کې زده کړې ورکړل شوې.

ټاکل شوې د سيمينار په پاى کې به ګډونوالو ته د هغوى د فعاليت پر بنسټ په درېيو کټګوريو کې تقدیر نامې هم ورکړل شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS