په کابل کې د وزلوبې څلورم ليګ سيالۍ د سمنگان لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱ - ۹:۲۴
په کابل کې د وزلوبې څلورم ليګ سيالۍ د سمنگان لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې

په کابل کې د وزلوبې څلورم ليګ سيالۍ د سمنگان ولایت لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.

د دې سياليو د پاي په مراسمو کې عبدالسلام حنفي د رئیس الوزراﺀ مرستيال، د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د وزلوبې فدراسیون رئیس غلام سرور جلال، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس انعام الله سمنګاني، د ملي راډيو ټلوېزيون رئیس احمد الله وثيق، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د نشراتو رئیس الله محمد اتل مشواڼي، د ولايتونو د ورزش رئیسانو او امرينو، ورزشکارانو او د وزلوبې سلګونو مینوالو ګډون درلود.

د دې ليګ د پاى په مراسمو کې د رئیس الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: وزلوبه د هېواد او په ځانګړي ډول د شمالي ولایتونو دوديزه لوبه ده.

په کابل کې د وزلوبې څلورم ليګ سيالۍ د سمنگان لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې                             

ښاغلي حنفي زياته کړه چې په وزلوبې کې بايد رقابت د لوبې په ميدان کې وي له لوبغالي دباندي باید ټول چاپندازان په خپلو کې يووالى او اتحاد وساتي.

د یاد لیګ په اختتامیه کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئیس ښاغلي مطمئن وینا وکړه، نوموړي له امنیتي ځواکونو د مننې ترځنګ وویل، چې د ا.ا.ا په راتګ سره د ورزش په برخه کې ډېره پراختیا راغلې ده.

هغه همدارنګه د وزلوبې لیګ په برخه کې له ملي ټلویزون او د بزکشي فدراسیون له همکارانو مننه او ستاینه وکړه، چې یاد لیګ یې په ښه ډول پای ته ورساوه.

د وزلوبې فدراسیون رئیس ښاغلي غلام سرور جلال هم په وینا کې د وزلوبې فدراسیون له کارمندانو مننه وکړه، چې د نوموړي لیګ په مخ بیولو کې یې ورسره همکاري کړې، همدا راز یې د بدني روزنې او سپورټ ریاست له مشرتابه مننه وکړه، چې د یاد لیګ په برخه کې یې ورته سهولتونه برابر کړي، ښاغلي جلال زیاته کړه، چې په راتلونکې کې به یاد لیګ ته نور پرمختګ هم ورکوي، تر څنګ یې په حوت میاشت کې په مزارشریف کې د وزلوبې د ټورنمنټ جوړولو ژمنه هم وکړه.

د وزلوبې څلورم ليګ سياليو پايلوبې ته د "کندز او سمنګان" لوبډلو لار ومونده، چې د سمنگان ولایت لوبډلې خپل سيال ته په ماتې ورکولو سره د دې ليګ اتلولي خپله کړه.

په دې سياليو کې د کندز لوبډلې دويم او د بلخ درېيم او نورستان لوبډلې څلورم مقام خپل کړ.

د وزلوبې څلورم ليګ سيالۍ لس ورځې وړاندې د ١٢ ولایتونو ١٢ لوبډلو په ګډون پيل شوې.

په پاى کې د ورزشي مسوولینو او حکومتي چارواکو او د لوبو د ګډونوالو له لوري ګټونکې لوبډلې او غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او نغدې جايزې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS