په کابل کې د سنوکر سیالۍ پیل شوې
د سنوکر سیالۍ د کابل له ټولو کلپونو څخه د ۳۲ ورزشکارانو په ګډون نن د کابل په یوه شخصي کلپ کې پیل شوې چې دوه ورځې به دوام وکړي.
په دې لوبو کې لوبغاړي د ځوانانو، تنکيو ځوانانو او د ماسټرانو په درې عمري کټګوريو کې ګډون لري چې دا سیالۍ د بدني روزنې او ورزش د عمومي رياست او د المپيک د ملي کميټې په مالي مرسته پیل چې موخه يې د دغه ورزش پراختيا او د ځوانانو تر منځ د سنوکر ورزش وده همدا راز د یادې برخې د ورزشکارانو چمتو کول کورنیو او بهرنیو سیالیو ته ویل شوی دی.
