په کابل کې د روح الله نېکپا په وياړ د تکواندو درېيم پړاو ازادې سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۹:۴
په کابل کې د روح الله نېکپا په وياړ د تکواندو درېيم پړاو ازادې سيالۍ پيل شوې

د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د تکواندو ملي فدراسیون په تمريناتي ځای کې، د افغانستان د لومړني نړيوال المپيکي مډال ګټونکي روح الله نېکپا په وياړ، د يوولس ولايتونو ځوانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو درېيم پړاو ازادې سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو کې د ننګرهار، پکتیا، هرات، کابل، فراه، غزني، جوزجان، تخار، پروان، کاپيسا او بلخ ولایتونو ٢٠٠ ورزشکارانو ګډون کړی، چې درې ورځې به دوام وکړي.

د دغو سياليو د پرانيستې په مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري، د تکواندو ملي فدراسیون رئیس ډاکتر نجیب الله سکندر، د مشورتي بورډ غړو وحيد الله سائل، لعل محمد سيار، لوبڅارانو، ورزشکارانو او د تکواندو لسګونو نندارچيانو شتون درلود.

د دغو سياليو په پيل کې د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري خبرې وکړې نوموړي وويل: ټول ورزشي فدراسیونونه بايد د تکواندو په څېر بااستعداده ورزشکاران وروزي او د دغه فدراسیون په څېر د سياليو نظم او ډسپلين ته نوره پاملرنه هم وکړي.

وروسته د تکواندو ملي فدراسیون رئیس ډاکټر نجیب الله سکندر ګډونوالو ته وينا وکړه سکندر وویل: روح الله نېکپا د هېواد په بد اقتصادي حالت کې هېواد ته نړيوال المپيکي مډال راوړ.

د ښاغلي سنکدر په خبره: د تکواندو فدراسیون تل هڅه کړې، چې ښې لوبډلې جوړې کړي او کوښښ به وکړو، چې بيا هم نړيوال المپيکي مډال تر لاسه کړو.

نوموړي زياته کړه: سره له دې چې کافي امکانات نه لرو؛ خو دا ځواک لرو، چې بيا هم دغه مډال تر لاسه کړو.

تر وينا وروسته د تکواندو پومسې برخې د ورزشکارانو له لوري په زړه پورې نمايشونه هم ترسره شول.

روح الله نېکپا د تکواندو ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی و، چې په ۲۰۰۸ م کال کې يې د المپيکي لوبو لومړنی مډال له بيجنګ څخه او دويم المپيکي مډال يې په ۲۰۱۲ م کال د لندن له لوبو ترلاسه کړ.

د روح الله نېکپا له لوري د افغانستان لومړني نړیوال المپيکي مډال ګټلو په وياړ هر کال د تکواندو ملي فدراسیون په تمريناتي ځای کې دا ډول سيالۍ ترسره کيږي، چې د مرکز او ولايتونو لسګونه ورزشکاران پکې ګډون کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS