په کابل کې د باسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۹ - ۱۰:۳۵
په کابل کې د باسکټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

دغه سیالۍ چې پرون د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې پیل شوې وې نن دوشنبه د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۸ مه نېټه پای ته ورسېدې.

د هېواد د باسکټبال فدراسیون د رئیس عبیدالله ارغندیوال د معلوماتو له مخې، په دې ټورنمنټ کې د ازاد عمر په کټګورۍ کې له مرکز څخه ۸ لوبډلو د دوو ورځو لپاره سیالي ترسره کړی.

د المپيک ملي کمېټې او ورزش رئيس انجنير نظرمحمد مطمین د دغو سياليو په پايلوبه کې يې ګډون کړی وه .

د لوبې په پای کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې رئیس او ورسره مل پلاوي د کابل منتخبې لوبډلو چې ارغندې لومړي، المدینه دویم او درخشان دریم مقام یي ګټلي و ه کپونه او مډالونه وویشل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۵۰
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۹
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د همدرد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د پاک افغان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS