په پکتیکا ولایت کې روزنیز سمینار پای ته ورسیده
تمیم هیبت
شنبه، لیندۍ٢٧مه ، ١٤٠٠
پرون په پکتیکاولایت کي د موی تای له رشتي څخه د لمړی ځل لپاره پنځه ورزشکارانو د موی تای فدراسیون د استازی زین الدین زاهد په شتون کې د روزنې سند ترلاسه کړ.
د یادو روزنکو لپاره په مرکز شرنه د ښاروالی په پارک کښي پراخه غونډه نیول شوي وه چی په یاده غونډه کي د ورزش اداري او نورو ادارو مسوولینو او ګڼ شمیر د ورزش مینوالو ګډون کړي وو.
د موی تای کلب د نویو روزنکو او ورزشکارانو لخوا راغلیو مینوالو ته مختلفی نندارې ترسره شوي د غونډي په اخیر کي د ورزشي اداري او د موی تای کلب لخوا د مربوطه رشتي اسناد او ستاینلیکونه نوی روزنکو ته ورکړل شول.
