په پکتيا کې د W .T. F تکواندو مربیانو ته د لوبڅارۍ سمینار ورکړل شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۴ - ۱۰:۵۳
په پکتيا کې د W .T. F تکواندو مربیانو ته د لوبڅارۍ سمینار ورکړل شو

د پکتيا ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست تر چتر لاندې په څمکنیو ولسوالۍ کې د W .T. F تکواندو فدراسیون ۲۰ مربیانو ته له کابل څخه د ورغلي هيئت له لوري د لوبڅارۍ سمینار ورکړل شو.

په یاد سمینار کې د W.T.F ملي فدراسیون د سر داور معاون تمیم هوتک، د یاد فدراسیون اداري معاون جاوېد صدیقي، په پکتیا کې د W.T.F مسوول نقیب الله منظور او شل تنو روزونکو ګډون کړی و.

په پیل کې نقیب الله منظور مېلمنو او ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او ورپسې د ښاغلي هوتګ او صدیقي له لوري سمینار پیل او ګډونوالو ته یې د لوبڅارۍ اصول او قوانین تشریح کړل.

نوموړی سمينار په داسې حال کې ورکول کیږي، چې سبا شنبه د یاد فدراسیون ولایتي منتخبې سیالۍ پیلېدونکي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS