په پکتيا کې د ۶۳ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست تر چتر لاندې د ملي او عنعنوي سياليو اړوند د ځغاستې د ۶۳ لوبغاړو ترمنځ په يو نيم کيلو متر واټن کې د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ چې موخه يې د ملي او دوديزو سياليو وده او پرمختګ و، د عمر د درېيو کټګوريو(نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو) ترمنځ ترسره شوې.
يادې سيالۍ د نوموړي ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري ترتيب شوې، چې په پايله کې په نويو ځوانانو کې ايمل، په ځوانانو کې خالد او په لويانو کې بيدار بخت سلطاني لومړي مقامونه وګټل.
هېره دې نه وي، چې په پای کې د ځغاستې ۹ ورزشکارانو ته د ياد رياست د مسولينو له لوري چمتو شوې ډالۍ هم ورکړل شوې.
