په پکتيا کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۲۱
په پکتيا کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په لارښوونه د نيازيو ځوانانو له لوري د ياد ولايت د مرکز پکتیا په نيازيو سيمه کې د دې ولايت په کوربتوب د شپږو ولايتونو د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ چې يوه مياشت يې دوام وکړ د پکتيا، پکتيکا، خوست، ميدان وردګ، غزني، کابل او لوګر ولايتونو لوبډلو پکې ګډون کړی و او موخه يې د ځوانانو ترمنځ يووالی ياد شوی دی.

د دغو سياليو پايلوبې ته لوګر اتلانو او خوست لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې لوکر اتلانو لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په‌توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

په پای کې لومړي مقام کټونکې لوبډلې ته د معنوي ډاليو ترڅنګ 30000 دېرش زره افغانۍ او دويم مقام لوبډلې ته د 10000 لس زره افغانيو نغدي ډالۍ ورکړل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS