په پکتيا کې د بدن ښکلا او فټنیس پنځلسم پړاو منتخبه سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۱۰:۵۷
په پکتيا کې د بدن ښکلا او فټنیس پنځلسم پړاو منتخبه سیالۍ ترسره شوې

په پکتیا ولایت کې د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د پکتیا د بدن ښکلا منتخبه لوبډلې لپاره پنځلسم پړاو ولایتي ټاکنيزې سیالۍ ترسره شوې .

په دې سیاليو کې د پکتيا ولايت د بدني رونې او سپورټ رئيس قاري نور الرحمن تسکین دبدن ښکلا فدراسیون مسؤول شريف خان منګل، د بېلابېلو ورزشي رشتو مسؤلینو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر مينوالو ګډون کړی و.

دغه سېالۍ چې د پکتیا د سپورټ رياست او بدن ښکلا فدراسیون په ګډه همغږي ترسره شوې، په پايله کې ۱۰ ورزشکاران د پکتیا د ۱۴۰۲ کال منتخبه لوبډلې لپاره د غړو په توګه وټاکل شول.

په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS