په پروان کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د آزادۍ په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۸:۵۹
په پروان کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د آزادۍ په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې د آزادۍ په نوم د مرکز او ولسوالیو د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ، چې د پروان د بدني روزنې او سپورت امریت په جمنازیوم کې ترسره کیږي، د پیل په مراسمو کې یې د پروان د سپورت آمر عبدالظاهر خالقیار، ځایي ولایتي مسؤولینو او ګڼ شمېر مینوالو برخه اخیستې وه.

د پروان د سپورت د آمر عبدالظاهر خالقیار په خبره دغه سیالۍ به تر سبا پنجشنې پورې دوام ولري.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د یووالي رامنځ ته کول دي، چې د بګرام ، سیدخیل، وحدت او ښاروالۍ لوبډلې به د یو بل په وړاندې ولوبیږي.

لومړۍ سیالي د سیدخیل او ښاروالی لوبډلو ترمنځ وه چې د ۳-۰ په توپیر د ښاروالۍ لوبډلې وګټله.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

پکتیا ولایت د افغانستان په سویل ختیځ کې موقعیت لري. دغه ولایت د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی، چې زیات شمېر خلک یې لکه د هېواد د نورو ولایتونو په څېر له ورزش سره ځانګړې مینه لري او یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

هرات کې د فزیکي روغتیا، رواني هوساینې او ورزشي مدیریت د پياوړتيا لومړنی پړاو علمي سيمینار ترسره شو

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د « ټولنې جسمي روغتیا ساتنې، رواني ارامۍ، مدیریتي انضباط او معنوي پاکوالي» په نوم لومړی پړاو ورزشي سمينار ياد ولايت کې د ورزشي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۵۴
Background image

خبرتیا

 

د قدرمنو ورزشي فدراسیونونو رئیسانو او رهبري هیئت ته!

لکه څنگه، چې تاسې خبر یاست، د ۱۴۰۴ مالي کال د ورزشکارانو، د ملي ټیمونو د غړو، روزونکو او مرستیال روزونکو د عصریې د وېش لړۍ د. . .

BACK TO NEWS