په پروان ولایت کې د کلاسیک پاور لفټینګ د غوراوي سیالیو دولسم پړاو ترسره شو.

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۹/۶ - ۹:۲۹
په پروان ولایت کې د کلاسیک پاور لفټینګ د غوراوي سیالیو دولسم پړاو ترسره شو.

په پروان ولایت کې د کلاسیک پاور لفټینګ د غوراوي سیالیو دولسم پړاو ترسره شو.

دغه لوبې د لیندۍ مياشتې له څلورمې څخه تر پنځمې نيټې پورې په جبل السراج ولسوالۍ کې په څلورو کټګوريو؛ تنکيو ځوانانو، ځوانانو، ازادو او مخکښ ورزشکارانو په ګډون له ٥٣ کيلوګرام څخه تر مثبت ١٢٠ کيلوګرامو پورې ترسره شوې.

دغه سيالۍ د پاور لفټينګ له څلورو کلپونو څخه د ۴۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې چې په ازاده برخه کې حارث، سخي زاده په دوو حرکتونو، سکوات او ددلفټ کې د ۸۳ کيلوګرامو په وزن کې د ۴۴۰ کيلو ګرامو په وهلو سره لومړی مقام خپل کړ.

د یادولو وړ ده چې د مخکښانو په برخه کې ذکریا دوستي د ۱۲۰ کیلو ګرامه وزن په برخه کې د ۴۳۰ کیلوګرامه وزن وهلو سره لومړی مقام خپل کړ.

دغه سيالۍ د افغانستان د پاور لفټينګ رياست د رهبرۍ ټيم تر څارنې لاندې په لاره اچول شوې وې چې د دغو سياليو په پاى کې لومړى، دويم، دريم مقامونه ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه وويشل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ شپنۍ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په شېرخان بندر سيمه کې له پنځو ولايتونو ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د غزني مرکز کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو څخه د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې، چې يوه اوونۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

کندز؛ امـام صاحب ولسوالۍ کې د فوټسال الـف ليگ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف ليگ گروپي سیالۍ د اتحاد سرقطغن. . .

BACK TO NEWS