په هلمند کې د سولې او پیوستون کپ تر عنوان لاندې د کونکفو سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ د کندهار، نيمروز، ميدان وردګو، هرات، فراه، غور، غزني، لوګر او خوست د لسو ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ چې د هلمند ولايت په کوربه توب په دوو کټګوريو ځوانانو او لويانو او اتو وزنونو کې ترسره شوې وې.
په دغو سیالیو کې د ځوانانو په کټګورۍ کې د هلمند د ځوانانو لوبډلې لومړی، د ځوانانو په کټګورۍ کې د غزني ولایت لومړی مقام او دغه راز هلمند دویم، لوګر دریم او نیمروز څلورم مقام خپل کړ.
د يادونې وړ ده، چې د هرات لوبډلې وکولای شول، چې د دې سياليو د اخلاقو جام وګټي.
يادې لوبې په هلمند او نورو ولايتونو کې د ورزشکارانو ترمنځ د يووالي او پيوستون او د کانگفو ورزش د ودې په موخه ترسره شوې دي.
د لوبو په پای کې د المپيک او ملي کمېټې مشرتابه له لوری د دغه ولايت ورزشکارانو او د ورزش مسوولينو ته ستاينليکونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
د يادونې وړ ده، چې د هلمند ولايت د کانکفو فدراسيون مشر له خوا د عزت پګړۍ د انجنير نظر محمد پر سر پریښودل شوه.
