په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د اس ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او کوربتوب د ۱۳ ولايتونو د اس ځغلونکو ترمنځ د اي اند په نوم د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق، د ترکمنستان هیواد سرکنسل باتور يوليف، د اس ځغلونې ملي فدراسيون او المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، د همدې رياست ارشد مشاور ګلاب الدين خپلواک او ورسره پلاوي، د يادو سياليو لپاره له مرکزي ادارې تللي هیئت، د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رئيس مفتي عبدالرحيم رحماني، د آس ځغلونې ملي فدراسيون مسولينو، د همدې ولايت امنيتي مسولينو، ورزشکارانو او د ياد ورزش زرګونو مينوالو ګډون کړی و.
د دغو سياليو په پيل کې د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رئيس مفتي عبدالرحيم رحماني ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او په دغه ولايت کې يې د اس ځغلونې اتم پړوا سياليو ترسره کېدل، د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست غوره او د قدر وړ اقدام ياد کړ او هيله يې وښوده چې د هرات ولايت ته د ورزش په برخه کې لا زياته پاملرنه وشي.
ورپسې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه زياته يې کړه: خوښ يم چې د هرات تاريخي ولايت د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ملي ټاکنيزو سياليو کې ګډون کوم او په دغو مراسمو کې له تاسو سره ځان شريک وينم، هغه زياته کړه ورزش د يووالي سېمبول دی، لکه همدا اوس چې وينو زرګونه کسان له مختلفو قومونو، مختلفو ولايتونو او مختلفو ژبو په يو ځای راټول شوي.
ښاغلي وثیق زیاته کړه، موږ نړۍ ته د ورزش له لارې د افغانستان مثبت انځور رسولی شو، چې افغانستان تر بل هر وخت امن دی او تر بل هر وخت پکې اقتصادي پانګونې ته زمينه مساعده ده.
نوموړي د اتصالات مخابراتي شرکت، اريانا هوايي شرکت او د هرات ولايت له ولسونو ځانګړې مننه وکړه، چې د دغو سياليو د چمتووالي په برخه کې يې همکاري کړې ده.
ورپسې د هرات ولايت د اس ځغلونې فدراسيون رئيس عبدالواحد بارکزي خبرې وکړې، ټولو ته يې ښه راغلاست ووايه او هيله يې څرګنده کړه، چې دغه سيالۍ د اس ځغلونکو ترمنځ د تجربو شريکولو اوY زده کړې سبب شي او په راتلونکي کې له نړيوالو سياليو اتلولۍ ترلاسه کړي.
دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې چې يورغه به په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي به په ۸۰۰ او ۱۰۰۰ متره واټن کې ترسره کېږي او يوه اوونۍ به دوام وکړي.
تمعه ده چې د دغو سياليو په پايله کې به د ۱۳ ولايتونو ۱۴ لوبډلو څخه چې ټولټال ۷۲ اس ځغلونکي او ۷۲ اسونه کېږي، په دواړو سبکونو کې ۱۶ اسونه او ۱۶ اس ځغلونکي د هيواد په کچه د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.
د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د اس ځغلونې ورزشي نندارې هم ترسره شوې او نن به په رسمي توګه د يادو سياليو لومړۍ لوبې ترسره شي.
