په هرات ولايت کې د ميرويس صادق ورزشي جمنازيوم ترميم شو.
په هرات ولايت کې د ميرويس صادق ورزشي جمنازيوم ترميم شو.
تمیم هیبت
د ميرويس صادق جمنازيوم د ترميم او بيارغونې چارې د هرات د فوټسال کمېټې په همکارۍ پيل او بشپړې شوې.
په دې ترمیمونو کې رنګ، د مختلف ورزشي لوبو لپاره د جمنازیم د فرش د خطونو جوړول، د جمنازیم د فرش د تختو ترمیم او په جمنازیوم کې دننه د څراغونو نصبول شامل دي.
د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش سرپرست ریس ډاکتر شاه رسول احراري د هرات د فوټسال کميټې له مسوولينو سره د کتنې په ترڅ کې د دغې کميټې له همکاريو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې د هرات د د ورزشي ودې او پراختیا په خاطر د ورزشي ټولنې همکارۍ ته اړتيا ده.
د یادونې وړ ده چې د شهید میرویس صادق جمنازیوم په هرات کې یوازینی دولتي جمنازیوم دی.
