په هرات ولايت کې د سنوکر ملي ټېم ټاکنيزې سيالۍ دوام لري
په هرات ولايت کې د دغه ولايت په کوربتوب د ځوانانو، تنکيو ځوانانو او مخکښانو تر منځ د سنوکر ملي ټېم انتخابي سيالۍ دوام لري.
په دغه سياليو کې برخه اخېستونکي لوبغاړي هڅه کوي، تر څو د ملي ټېم شموليت تر لاسه کړي.
د سنوکر ملي ټېم انتخابي سيالۍ په هرات ولايت کې روانې دي، چې له کابل، هرات، غور، بلخ، فراه او ننګرهار ولايتونو څخه پکې ۱۰۵ لوبغاړو ګډون کړی دی.
هېره دې نه وي چې يادې سيالۍ به یوه اونۍ دوام ولري.
