په ننگرهار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا نندارې ترسره شوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ورزشکارانو د تشويق په موخه د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا نندارې ترسره شوې.
دغه ورزشي نندارې چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پای کې يې ورزشکارانو ته ستاينليکونه او مډالونه ورکړل شول، چې موخه یې د ورزشکارانو ترمنځ یووالی و.
