په ننګرهار کې د ټېپ بال ټورنمنټ سياليو په دوام درې لوبې وشوې
د دغه ټورنمنټ نننۍ لومړۍ لوبه د ټيټانز سوت او سنرايز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د يادې سيالۍ لومړی بېټېنګ ټيټانز سوت لوبډلې ترسه کړ او په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې ۷۳ منډې هدف کېښود، بل پلو بيا سيالې لوبډلې له يوې ښکلې لوبې وروسته ياد هدف ته د نهم اور په درېيم بال ځان ورساوه او لوبه يې وګټله.
د دغې لوبې غوره لوبغاړی معراج الدين و، چې د ټيټانز سوت لوبډلې څلور لوبغاړي يې وسوځول.
ورپسې د دويمې لوبې لپاره نارت لاينز او ويسټرن ووريز لوبډلې د سيالۍ لپاره ميدان ته ښکته شوې، نارت لاينز لوبډلې لومړی د بېټنګ پرېکړه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۱۷ منډې هدف کېښود؛ خو د نوموړې سيالۍ په دويمه پاڼۍ کې ويسټرن ووريز لوبډلې ياد هدف ته د لسم اور په درېيم بال ځان ورساوه او د يادې سيالۍ بريا يې خپله کړه، د دغې سيالۍ غوره لوبغاړی تاج مير و، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې دوه لوبغاړي وسوځول.
د نن ورځې وروستۍ او درېيمه لوبه د ايسټ ايګل او بلو ټايګر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د يادې لوبې په لومړۍ برخه کې بلو ټايګر لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۰ منډې ترسره کړې، د دې سيالۍ په دويمه پاڼۍ کې ايسټ ايګل لوبډلې دغه هدف په آتم اور کې پوره کړ او بريا يې په خپل نوم کړه، د نوموړې وروستۍ سيالۍ غوره لوبغاړی عمران و، چې د خپلې لوبډلې لپاره يې دوې قېمتي وېکټې ترلاسه کړې او د بېټ په برخه کې يې ۴۵ چټکې منډې جوړې کړې.
هېره دې نه وي چې د يادو سياليو تر درېيمې ورځې پورې ۹ لوبې ترسره شوي او لا هم دوم لري.
