په ننګرهار کې د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۹:۳۵
په ننګرهار کې د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او سوک وهنې فدراسيون په همغږۍ د ياد فدراسیون له لوري د ۲۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنيزې سیالۍ پیل شوې.

په دغو سياليو کې د ياد ولايت په کچه د ۶۰ کلبونو ۲۲۰ ورزشکارانو ګډون کړی چې اته ورځې به دوام وکړي.

دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو کټګوريو ترمنځ ترسره کېږي او موخه يې د ياد ولايت په کچه د منتخبې لوبډلې ټاکل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS