په ننګرهار کې د امريکايي ښکېلاک د ماتي او ا.ا د بريا دويمي کليزي په وياړ ورزشي نمايشونه ترسره شول
د ننګرهار ولايت د ورزش رياست او د ياد ولايت د ځوانانو چارو مديريت په ګډه همغږۍ د امريکا او ناټو ځواکونو ماتې او د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو دويمي کليزي په وياړ د پارکور او تکواندو نمایشات ترسره شول.
د پارکو نمایشونه د جلال اباد ښار په بېلابېلو واټونو او سيمو کې د ګڼو ورزشکارانو له لوري ترسره شول چې ګڼ شمېر هېواد والو پکې برخه لرله.
همداراز په شاهين ورزشي کلب کې بيا د تکواندو سيالۍ او نمايشونه ترسره شول.
د دې تر څنګ د ننګرهار په خوږ ياڼو ولسوالۍ کې هم د ازادۍ د ورځې او له نظام څخه د ملاتړ په مناسبت د بېلابېلو کلبونو ورزشکارانو له لوري ورزشي نندارې ترسره شوې.
