په ننګرهار ولايت کې د "فارما غوره ليک" سيالۍ پېل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۰:۰
په ننګرهار ولايت کې د "فارما غوره ليک" سيالۍ پېل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست په لارښوونې او همغږۍ د دواګانو د شرکتونو ترمنځ سالمې تفریح په موخه د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ په سپین غر لوبغالي کې پیل شوې. د د دې سياليو د پېل په مراسمو کې د ياد ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست آمر، د ځوانانو چارو آمر، د دوا ګانو د اتحاديې مسولينو، ورزشکارانو او د کرکټ مینوالو برخه اخيستې وه.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د پښتونخوا او جنيټيک سټارز لوبډلو تر منځ ترسره شوه، د لوبې پچه جنيټيک سټارز لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه، پښتونخوا لوبډله د هدف په پوره کېدو کې پاتې راغله، د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۱ منډې جوړې کړې، چې په دې توگه جنيټيک سټارز لوبډلې د ۱۵ منډو په توپير سيالۍ وگټله.

د يادونې وړ ده چې، يادې سيالۍ د لومړي ځل لپاره د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست لخوا تر سره کېږي، چې درې مياشتې به دوام وکړي، چې هره اونۍ به ۴ سيالۍ ترسره کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS