په ننګرهار ولايت کې د تکواندو استادانو ته د داوري سندونه ورکړل شول .

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۸ - ۱۰:۴۷
په ننګرهار ولايت کې د تکواندو استادانو ته د داوري سندونه ورکړل شول .

د ننګرهار ولايت د تکواندو له ٢٥ تنو استادانو څخه ۱۷ تنو ته یې د تکواندو د ملي فدراسیون له لوري د داوري له درۍ میاشتیني سمینار او آزموینې وروسته د داوري سندونه ورکړل شول.

د سندونو د ورکړي په مراسمو کې د افغانستان د تکواندو ملي فدراسيون رٸيس داکتر نجيب الله سکندري، د ننګرهار ولايت دبدني روزنې رياست مالي او اداري مدير او د تکواندو نړيوال اتل استاد بادام ګل ملتزم، د ننګرهارولايت د تکواندو فدراسيون مشر استاد محمد خالد اکبرى او د ملي فدراسيون رهبري غړو په شتون کې بريالي شوو استادانو د داوري سندونه ترلاسه کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

لغمان؛ علينگار ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د علينگار ولسوالۍ په شاهي منار ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د شمس بابا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۶
Background image

زابل کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ځغاستې (اتلتيک) فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سينک سيمه کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

BACK TO NEWS