په منفي اتلس درجه کې د ریکارډ جوړول

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۸ - ۱۲:۱۸
په منفي اتلس درجه کې د ریکارډ جوړول

تمیم هیبت

چهارشنبه،مرغومی ۸مه ،١٤٠٠

د سوک وهنې یو تکړه ورزشکار محترم استاد عبدالقاسم فردوسي دی چی څو ورځې وړاندې د ۳۲ دقیقو لپاره په واوره کې د منفی ١٨ درجی د سانتی ګراد کې خپل ځواک وښود.

او دا پیښه په تلویزیون او مجازی پاڼو کې خپره شوه.

تېر کال هم رقیب فاروقي د بدني ځواک ننداره د څو دقیقو لپاره د یخ لاندی د طلوع تلویزیون او مجازي پاڼو له لارې ټولې نړۍ ته خپره شوی وه ،

اوس د پاور لفټنګ ملي ټیم لوبغاړی جان محمد حیدری کلیب چې د ۱۰ دقیقو لپاره یې تر واورو لاندې تیر کړی خپل فزیکي ځواک ښودلی دی.

دی شپږ کاله کیږی چی د پاورلفتنګ فدراسیون کی اتل پاتی شوی دی او یوله بریالیو غره ختنکو څخه هم دی.

استاد عبدالقاسم اوس څو نور ورزشکاران هم لری چې ورسره همکار او روزونکی یی دی.

دیادونی وړ ده چی له بهر څخه استاد قاسم فردوسي ته بلنه راغلی دی او د هغه څخه غوښتل شوی دی چې بهر ته لاړ شي خو استاد قاسم دا بلنلیکونه رد کړی دی .

استاد قاسم ځوانانو ته تل دا وینا کوی چې د وطن پریښودل د حل لاره نه ده، باید پاتې شو او ودان یی کړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

کابل کې د لويانو ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو ټاکنیزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د کابل له ۱۵ کلبونو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د لويانو ورزشکارانو په کټګورۍ کې د تکواندو ديارلسم پړاو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۹
Background image

بغلان؛ مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۳۶
Background image

بغلان؛ اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اندراب ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

BACK TO NEWS