په مزارشریف کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
شنبه ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۰
سمیر هیبت
د دغو سیالیو د پیلولو موخه د هېواد د دودیزو لوبو ژوندي ساتل او په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې د لوبغاړو چمتو کول دي.
د یادولو وړ ده چې په دې لوبه کې لومړی اخر د عبدالله بای په آس باندې د نجیب الله پهلوان او وروستی اخر د صفت الله پهلوان د شمس الحق خان ناصري په آس وګټه او د جایزې مستحق وپیژندل شول.
ديادونې وړده چې په دې لوبه کې دبلخ ولايت دولايتي مسوولينو په ګډون يوشمير ځوانانو او د وزلوبې سپورټ مينه والو ګډون کړى و او په بشپړه ارامه او ډاډمنه فضا کې يې ددغو لوبو له ليدو څخه خوند واخیسته.
